Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د ايران د امر بالمعروف پوليسو برخليک لا نه‌دی روښانه شوی

0
وروسته له دې چې د ایران لوی څارنوال په دې هېواد کې د تېرو یوولسو اونیو اعتراضونو په دوام د امربالمعروف یا ګشت ارشاد پولیسو د منحل کېدو خبر ورکړ د دې ځواک برخلیک لاهم روښانه نه‌دی.


ایسنا نیمه دولتي خبري آژانس د شنبې په ورځ د لوی څارنوال جعفر منتظري له قوله راپور ورکړ چې د ګشت ارشاد پولیسو تشکیل منحل شوی، خو په بله ورځ یې ایرنا خبري آژانس د هغه دا وینا خپره کړه چې وايي ګشت ارشاد په عدلي- قضايي ادارو پورې هېڅ راز تړاو نه‌لري.


له دې وروسته تر اوسه د دې لانجمن ځواک د برخلیک په اړه چارواکو هيڅ هم نه‌دي ویلي.


ایران کې پراخ اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې پیغله مهسا امیني د پوره حجاب د نه مراعاتولو په نوم د ګشت ارشاد د کسانو له‌خوا ونیول شوه او د سپتمبر په ۱۶مه نېټه یې په توقیف کې سا ورکړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса