Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د بشري حقونو د څار سازمان په نړيوالو لوبو کې د افغانستان پر ګډون د بنديز غوښتنه کړې

0
د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان د ډسمبر په ۵مه په یوه اعلامیه کې چې پر خپله وېب‌پاڼه خپره کړې ده، د المپيک له نړۍوالې کمېټې غوښتي چې په نړۍوالو لوبو کې د افغانستان پر ګډون بندیز ولګوي.


دې سازمان ویلي، دا بندیز باید تر هغو دوام وکړي چې په دې هېواد کې ښځو او نجونو ته د ورزش اجازه نه‌وي ورکړل شوي.


دې سازمان زیاته کړې، IOC باید دا پرېکړه د خپل اجراییوي بورډ په غونډه کې چې نن د ډسمبر په شپږمه د سویس په لوزان کې کېږي، وکړي.




د دې سازمان د نړۍوالو نوښتونو څانګې مشر مینکي ورډېن ویلي، د طالبانو له واکمنېدو سره زرګونه ښځې په افغانستان کې له ورزش، زده‌کړو او نورو فرصتونو څخه چې دوی باید په‌کې ونډه ولري، منع شوې دي.


هغه زیاته کړې، له همدې امله نور باید طالبانو ته صبر و نه‌شي او د بندیز لګولو تر څنګ باید په افغانستان کې د المپیک ادارو تمویل هم ودرول شي.


د بشري حقونو د څار سازمان له ورزش څخه د ښځو منع کول د بشري حقونو او د اولمپیک له منشور څخه سرغړونه او له ښځو سره ښکاره تعبیض بللی دی.




د دې سازمان له قوله، په سلګونو ښځینه ورزشکارانې د دې پرځای چې په خپل هېواد کې د خپلې خوښې ورزشونه وکړي، مجبورېږي چې له هېواده ووځي او ځینې ورزشکارانې چې په افغانستان کې پاتې دي، د ورزش نه کولو ترڅنګ له نورو ګواښونو سره هم مخ دي.




د طالبانو د بدني روزنې او ورزش ریاست د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان د غوښتنې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


د ۲۰۲۱ د اګسټ په نيمايي کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د نورو محدویتونو ترڅنګ په ښځو د ورزش نه کولو محدوديت هم ور زیات شو.


تر دې مخکې د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې مخکني کیپتان ټېم پېن هم په افغانستان کې ښځو ته د کرېکټ اجازې نه ورکولو له امله د کرېکټ له نړۍوالې شورا غوښتي و چې په نړۍوالو لوبو کې د افغانستان پر لوبډله بندیز ولګول شي.




د هغه د دې څرګندونو وروسته، د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د کرېکټ لومړنۍ ټېسټ لوبه هم و نه‌شوه خو د کرېکټ نړۍوالې شورا له‌خوا دا غوښتنه و نه منل شوه چې په نړۍ‌والو سیالیو کې د افغان لوبډلې د لوبو مخه ونیسي.


خو د کرېکټ نړیواله شورا اوس هم پر دې ټينګار کوي چې په افغانستان کې باید ښځو ته د کرېکټ کولو زمینه برابره شي.


د بشري حقونو د څار سازمان داسې مهال د ښځو د نه ګډون له امله په نړۍوالو لوبو کې د افغانستان د بندیز مسله راپورته کوي چې طالبانو د نورو محدودیتونو ترڅنګ په ډېرو دولتي ادارو کې ښځې له کاره منع کړي او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي یې هم تړلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса