Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د المپيک کمېټه: که طالبان نجونو ته د ورزش اجازه ورنه‌کړي د دې کمېټې لوبو کې ګډون نه‌شي کولی

0
د المپیک نړیوالې کمېټې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک په لوبو کې د افغانستان ګډون به یوازې د ښځو او نجونو سپورت ته د اجازې ورکولو له شرط سره تړلی وي.


طالبانو په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د لګولو په ترڅ کې د ښځو پر سپورت هم بندیز لګولی.


د المپیک د نړیوالې کمیټې اجراییه بورډ د سویس په لوزان ښار کې پخپله پرونۍ غونډه کې په افغانستان کې د ښځو پر سپورتي لوبو د طالبانو د محدودیتونو په اړه د یوه بشپړ راپور له اورېدو وروسته له دې کبله سخته اندېښنه وښوده او په کلکه یې وغندل، خو دې کمېټې طالبانو ته کوم ضرب الاجل ونه ټاکه.


د المپیک نړیوالې کمېټې له غونډې وروسته په یوه بیان کې له طالبانو وغوښتل چې د پاریس په المپیک کې د افغانستان د ټیمونو په ترکیب کې نجونو ته هم ونډه ورکړي.


د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ پرون د المپیک له نړیوالې کمېټې غوښتنه وکړه چې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو په خاطر دې افغانستان ته په نړیوالو سپورتي لوبو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса