Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د طالبانو ماليې وزارت: پر واردېدونکو پيازو او رومي بانجانو مو ګمرکي تعرفه ټيټه کړې

0
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت خبر ورکړی چې په بازارونو کې يې د پيازو او رومي بانجانو د بیې ټیټولو ته عملي هڅې پيل کړي.


باختر اژانس د طالبانو د مالیې وزارت په حواله ویلي، دوی له بهر په واردېدونکو پيازو او بانجانو ګمرکي تعرفه له شل فیصدو څخه پنځو فیصدو ته ښکته کړه.


په خبر کې راغلي چې دغه لارښوونه له پرون سه شنبې د افغانستان په ټولو ګمرکونو کې عملي شوې ده.


یو شمېر کابل ښاریانو په دې وروستیو کې ازادۍ راډیو ته ویلي چې، د یو چارک رومیو او پیازو بیه سلو افغانیو ته پورته شوې.


د پيازو او بانجانو د لوړې بیې لوی لامل ګاونډي هېواد پاکستان ته د دغو سبزیجاتو صادرول ښودل شوي چې د پاکستاني چارواکو په وینا هره ورځ ۳۰۰ تر ۴۰۰ کانټینره هغه هېواد ته ورځي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса