يعقوب مجاهد ټام وېسټ ته: د افغانستان له خاورې چاته ګواښ نه پېښېږي
مجاهد او وېسټ پرون د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې سره وکتل او د طالبانو د دفاع وزارت یې د خبرو اترو جزیات خپاره کړي.
محمد یعقوب مجاهد او ورسره پلاوی یې له تېرو دوو ورځو راهیسې په اماراتو کې دی او هلته یې د هغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره هم په دوه اړخیزو مسلو خبرې کړي دي.
طالبان دغه ډاډ داسې مهال ورکوي چې تر دې وړاندې د سیمې یو شمېر هېوادنو ویلي، افغانستان کې لا هم نړیوالې او سیمهییزې ترهګرې ډلې لکه القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او ورته نور وسلهوال ګروپونه فعالیت لري.
امریکا په تېره اګست میاشت کې د القاعده مشر ایمن الظواهری په کابل کې وواژه.
تېرو څو میاشتو کې د پاکستاني طالبانو یو شمېر مهم قومندانان په پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو کې وژل شوي دي.
