Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د فوټبال جام؛ پرتګال او مراکش بل پړاو ته لار پيدا کړه

0
په قطر کې د فوټبال نړیوال پر مهال پرون (سه شنبه) په لومړۍ لوبه کې مراکش او هسپانیا ولوبېدل چې د لوبې په ټاکل شوې وخت کې يوه لوبډله هم د ګول په وهلو بريالۍ نه‌شوه او بلاخره مراکش په پنالټي شوټونو کې د درې ګولونو په وهلو سره لوبه وګټله.


هسپانیا په دې لوبه کې ۷۷ سلنه برلاسې وه، خو د مراکش ګول کېپر د لوبې په جریان او د پنالټي شوټونو پر مهال ډېر ښه وځلېد او د هسپانویانو د ټولو شوټونو دفاع یې وکړه.


دویمه لوبه چې تېره شپه د کابل پر وخت یولس نیمې بجې د پرتګال او سویس ترمنځ ترسره شوه ۶ـ۱ پرتګال وګټله.


دا ځل پرتګال له رونالډو پرته په لوبغالي کې ډېره برلاسې ښکارېده او د لوبې تر پایه یې ۶ ګولونه ووهل.




د پرتګال له لوري ګونسالوروماز د ګولونو هېټرېک ترسره کړ، سویس یوازې د يوه ګول په وهلو بریالی شو او له دې نړيوال جام سره یې خدای پاماني وکړه.




د پرونۍ لوبې په پایلو کې یوه بله پياوړې لوبډله هسپانیا هم له نړيوال جام ووته او د سویس سفر هم بشپړ شو.


پرتګال او مراکش به د ډسمبر میاشتې په لسمه نېټه په کوارټر فاینل کې ولوبيږي.


د کوارټر فاینلو تر پيل مخکې په لوبو کې د دوو ورځو دمه ده او لومړۍ لوبه به د ډسمبر میاشتې په نهمه نېټه د کابل پر وخت ماښام اوه نیمې بجې د کرووېشيا او برازیل ترمنځ ترسره شي.




د دې ورځې په دویمه لوبه کې به هالنډ د ارجنټاین پر وړاندې ولوبيږي.


د ډسمبر میاشتې په لسمه نېټه به مراکش او پرتګال په لومړۍ لوبه کې سره مخ شي او په دویمه لوبه کې به بیا انګلستان د فرانسې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.


د یادونې ده چې د ډسمبر میاشتې په دیارلسمه او څوارلسمه نېټه به نیمه پایلوبې او په اتلسمه نېټه به پایلوبه ترسره شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса