Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د بدني روزني او ورزش ریاست: د المپيک نړۍوالې کمېټې غوښتنو ته مناسبه حل لاره پيدا کوو

0
د المپيک نړۍوالې کمېټې د اجرائیوي بورډ په غونډه کې چې د ډسمبر په ۶مه په سویس کې وشوه، په افغانستان کې یې د المپیکي لوبو له اړوندو ادارو سره د مالي ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ، خو په ورته وخت کې یې له ورزش څخه د ښځو منع کول غندلي.


د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي، د پاریس د ۲۰۲۴ کال په المپیکي لوبو کې افغانستان یوازې په هغه صورت کې ګډون کولای شي چې په دې هېواد کې نجونو او ښځو ته د ورزش کولو اجازه ورکړل شي.




د المپیک نړیوالې کمېټې له طالبانو غوښتي چې د پاریس په المپیکي لوبو کې د افغانستان د ټیمونو په ترکیب کې دې نجونو ته هم ونډه ورکړي.


د طالبانو په واک کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست بیا په یوه اعلامیه کې د المپيک نړۍوالې کمېټې د دې اقدام ستاینه کړې چې له دوی څخه به مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.


دې ادارې ویلي، په دې کار کوي چې د نړۍوالې المپیک کمېټې اندېښنو او غوښتنو ته مناسبه حل لاره پیدا کړي.


په دې اعلامیه کې د المپیک نړۍوالۍ کمېټې د هغې غوښتنې په اړه چې ښځو ته دې په افغانستان کې د ورزش کولو اجازه ورکړل شي، ښکاره هيڅ نه‌دي ویل شوي.




په نړۍوالو المپیکي لوبو کې د افغانستان د ګډون په اړه بحثونه داسې مهال راپورته کېږي چې طالبانو په افغانستان د ښځو په ورزش بندیز لګولی او څه موده مخکې یې هغه ورزشي کلپونه هم وتړل چې یوازې د مېرمنو لپاره وو.


تر دې مخکې د بشر حقونو د څار نړۍوال سازمان د ډسمبر په ۵مه د المپيک له نړۍوالې کمېټې غوښتي و چې په نړۍوالو لوبو کې د افغانستان پر ګډون بندیز ولګوي.


دې سازمان ویلي و، دا بندیز باید تر هغو دوام وکړي چې په دې هېواد کې ښځو او نجونو ته د ورزش اجازه نه‌وي ورکړل شوي.




د دې سازمان د یوه مسول په وینا، د طالبانو له واکمنېدو سره زرګونه ښځې په افغانستان کې له ورزش، زده‌کړو او نورو فرصتونو څخه چې دوی باید په‌کې ونډه ولري، منع شوې دي.


د بشري حقونو د څار سازمان له ورزش څخه د ښځو منع کول د بشري حقونو او د اولمپیک له منشور څخه سرغړونه او له ښځو سره ښکاره تعبیض بللی و.


د المپیک نړۍوالې کمېټې داسې مهال د طالبانو د حاکمېت په سیوري کې د ښځو د ورزش په اړه غوښتنه او شرایط وړاندې کوي چې طالبانو د نورو محدودیتونو ترڅنګ په ډېرو دولتي ادارو کې ښځې له کاره منع کړي او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي یې هم تړلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса