Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

يوناما: هر ډول شرايطو کې د اعدام سزا مخالف يو

0
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د طالبانو له‌خوا د قصاص د حکم په غبرګون کې وایي، ملګري ملتونه په هر ډول شرایطو کې په کلکه د اعدام د سزا مخالف دي.


یوناما پرون ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې فرا کې په عام محضر کې د یو کس له قصاصه خبر شوي او دغه بنسټ د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د اعدام سزا د لغوې لپاره سملاسي لاس په کار شي.


د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته لومړنی قصاص پرون په فرا ولایت کې ترسره شو چې غبرګونونه یې وپارول.


طالبان وایي، د قصاص دغې پېښه کې محکوم شوی کس د یوه مقتول د پلار له‌خوا درې ډزه وویشتل شو.


د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د اعدام هر ډول حکم د ژوندانه له حقه سرغړونه ده او په عام محضر کې یې پلي کول انساني کرامت ته سپکاوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса