Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

ایران د لومړي ځل لپاره یو لاریون کوونکی اعدام کړ

0
ایران د وروستیو لاریونونو پر یوه ګډونوال د لومړي ځل لپاره د اعدام سزا تطبیق کړه.


د ایران د قضایي ادارې اړوند د میزان خبري اژانس وویل چې محسن شکاري نن پنجشنبې وروسته له هغې په دار وځړول شو چې د ایران سترې محکمې یې د استېناف غوښتنه رد کړه.


نوموړی د هغو لاریونونو په ترڅ کې چې د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې پرسر راپورته شوي، نیول شوی او په اعدام محکوم شوی و.


پر شکاري تور پورې شوی وچې په قصدي توګه یې د وژلو، د ترهې د خپرولو او د خلکو د امنیت او ازادۍ د سلبولو او د سړک د بندولو لپاره له وسلې کار اخیستی او هم یې د امنیتي ځواکونو یو افسر ټپي کړی دی.


د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنېشنل وایي، په ایران کې د روانو لاریونونو په تړاو د درې ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۸ کسان د اعدام له سزا سره مخامخ دي.


د بشري حقونو مدافعې ډلې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د دغو لاریونونو په تړاو د په زرګونو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса