Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د طالبانو یو پلاوی تهران ته رسېدلی

0
د افغانستان د طالبانو د حکومت یو پلاوی نن یکشنبه تهران ته ورسېد چې د افغانستان، ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو په څلور اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.


ایراني مهر خبري اژانس وايي چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت پلاوی به په دې غونډه کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ استازي هم په کې برخه اخلي، د افغان کډوالو د ستونزو پر حللارو وغږېږي.


د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد هم ویلي چې دوی به د تهران په څلور اړخیزه غونډه کې له ایران او پاکستان سره په دې اړه چې څرنګه د افغان کډوالو ستونزې حل کېدای شي او په څه ډول خپل هېواد ته بېرته راستنېدای شي، یوه موافقه لاسلیک کړي.


د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت له شمېرو سره سم، لا هم شاوخوا ۶ میلیونه افغانان په پاکستان او ایران کې مېشت دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса