Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

په کابل کې د وزلوبې لیګ څلورم پړاو سياليو د پرانیستې مراسم ترسره شول

0
په افغانستان کې د وزلوبې یا بزکشۍ لیګ د څلورم پړاو سياليو د پرانیستې مراسم ترسره شول.


دغه سيالۍ چې د کابل په حضوري چمن کې ترسره کېږي سبا دوشنبه یې د رسمي لوبو لومړۍ ورځ ده.


د افغانستان د بدني روزنې ریاست په خپل فېسبوکپاڼه لیکلي دي چې د دې سياليو د ښه ترسراوي په پار بشپړ چمتووالی نیول شوی دی او ټولې لوبې به په ژوندۍ بڼه هم وښودل شي.



د بدني روزنې ریاست د نشراتو ریس الله محمد مشواڼي اذادي راډيو ته وویل چې په دې سياليو کې ټولې دولس لوبډلې ګډون لري.


ښاغلی مشواڼی وايي چې د یکشنبې په ورځ یې د سياليو د پيل مراسم ترسره کړل او ګڼې نمایشي لوبې په کې ترسره شوې.


سږ کال په دې لوبو کې د کندهار، سمنګان، بلخ، جوزجان، کندز، تخار، بامیان، بغلان، نورستان، پنجشېر، لوګر او فاریاب لوبډلې ګډون لري.



سبا دوشنبه به دغه سيالۍ د کابل پر وخت سهار نهه بجې د نورستان او کندهار ترمنځ پيل شي او په دویمه لوبه کې به د ماسپښین دوه بجې سمنګان او بلخ مقابله وکړي.


وزلوبه د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې یوه ده، شاوخوا څلور کاله وړاندې وزلوبه په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فدراسیون رامنځته شو.


د یادونې ده چې دغه سيالۍ به لس ورځې دوام ولري او د تېر کال اتلولي کندهار ګټلې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса