Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

چين د کابل په پروني بريد کې د خپلو پنځه وګړو د ټپي کېدو خبر ورکړی

0
د چین د بهرنیوچارو وزارت د کابل په شهرنو کې په پرونۍ حمله کې د خپلو پنځو وګړو د ټپي کېدو خبر ورکوي.


د دې حملې مسوولیت د اسلامي دولت یا داعش سختدریځې ډلې منلی دی.


د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند وانګ وین بین نن په یوه خبري کنفرانس کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د دې برید په اړه هراړخیز تحقیقات وکړي.


نوموړي وويل: "په افغانستان کې د چین سفارت د طالبانو له سرپرست حکومت څخه یولړ واضحې غوښتنې کړي چې د ټپیانو د علاج په برخه کې هېڅ راز هڅې ونه سپموي، د برید په اړه هراړخیز تحقیقات وکړي، عاملان یې عدالت ته راکاږي او هلته د دېره چینايي وګړو د خوندیتوب په برخه کې نور اقدامات وکړي."


ښاغلي وین بین زیاته کړه چې په افغانستان کې د دېره چینايي د وګړو او موسسو امنیتي تدابیر باید پیاوړي شي.


د کابل ایمرجنسي روغتون پرون وویل چې په دې برید کې درې کسان وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي و، چې په حمله کې درې بریدکوونکي وژل شوي او درې بهرني وګړي ټپیان دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса