Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

طالبانو د پکتيا پوهنتون له ودانۍ د امان الله خان انځور شوی تصوير پاک کړ

0
طالبانو پرون د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي له ودانۍ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټونکي پاچا امان‌الله خان انځور شوی تصویر پاک کړی دی.


د پکتیا پوهنتون څخه یو شمېر سرچینو د خپل غږ او نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دا پرېکړه داسې مهال شوې چې نن د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم دې پوهنتون ته ورغلی دی.


ازادي راډيو د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت له ویاند ضیا‌الله هاشمي وپوښتل چې ایا دا پرېکړه د وزارت د رهبرۍ په غوښتنه شوې؟


ښاغلي هاشمي د دې پوښتنې په ځواب کې لیکلي: "هغه د پوهنتون په خپل ابتکار پاک شوی."


موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې په‌کې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې د نجونو تعلیم د غرب کلتور بللی و چې د ده په خبره، امان‌الله خان او محمد ظاهر شاه افغانستان ته رالېږدولی و.




له پکتیا پوهنتونه د افغانستان د پخواني پاچا امان‌الله خان د انځور پاکېدو پراخ غبرګونونه هم را پورته کړي دي.


کابل مېشتی مطیع‌الله دا د افغانستان په تاریخ د طالبانو ملنډې بولي.


نوموړي ويلي: "وروستیو کې چې اوسني حکومت یا حاکمې ډلې د غازي امان‌الله خان او نورو مشاهیرو په اړه کوم تصامیم نیولي، دا د افغانستان په ګټه نه‌دي. دوی که له دېوالو د دې اشخاصو تصویرونه لېرې کوي، د خلکو له زړونو یې نه‌شي لېرې کولای. تاریخ نه‌شي مسخه کېدلای. باید د افغانستان ارزښتونو ته پام وشي او هغه مسایلو ته لمن و نه وهل شي چې خلک پرې خفه کېږي."




یو بل تن چې نه‌غواړي په راپور کې یې هویت او د سیمې نوم یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "له علمي بنسټونو او نورو عامه ځایونو د ملي شخصیتونو او ملي ویاړونو تصویرونه لېرې کول په ټوله کې نفرت زېږول دي او ښه پایله نه‌لري. ملي شخصیتونه او ملي ویاړونه د افغانستان د تاریخ برخه ده او د خلکو په زوړونو کې ځای لري. ښه به وي چې له دې کار مسوولین لاس واخلي او باید احترام ورته وکړي."


طالبانو له دې وړاندې د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزون له ودانۍ څخه هم د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټونکي پاچا امان‌الله خان او د هغه د مېرمنې ملکه ثریا انځور شوي تصويرونه پاک کړي وو.




ترڅنګ یې په مزار شریف کې یې هم په عامه ځایونو کې د یو شمېر مشاهیرو انځور شوي تصویرونه وران کړي دي.


هاخوا د طالبانو حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر پرون د ننګرهار د روغتیا ریاست دننه د فېروزالدین فېروز په نوم د غونډو یو تالار په خپل نوم بدل کړی دی.


د طالبانو کومت د عامې روغتیا وزارت له ویاند شرافت زمان مو د دې پرېکړې په اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نه کړ.


طالبانو له دې وړاندې د افغانستان د ټولو قول اردوګانو نومونه هم بدل کړي او تر خوا یې په بېلابېلو ښارونو کې ځینې څلور لارې د خپلو مشرانو او هغو وسله‌والو په نوم نومولي چې لوی بریدونه یې کړي.


د یادوني ده، په تېرو حکومتونو کې هم افغانانو د سیمو، ځایونو او واټونو د نومولو په تړاو په بېلابېلو مواردو کې خپل انتقادونه درلودل، چې ډېر ځله جنجال پارونکي وو، خو ملي ارزښتونو پام په تېر کې هم د ټولو همغږې غوښتنه وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса