Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

شاوخوا ۶ میلیونو اوکراینیانو ته بېرته برښنا برابره شوه

0
د اوکراین د برښنا کارګرو په تېر یوه شپه او ورځ کې شاوخوا شپږو میلیونو کسانو ته بېرته برښنا برابره کړه.


د روسیې د بریدونو په وروستۍ لړۍ کې د برښنایي شبکو په ګډون د دې هېواد ډېر بنسټیز تاسیسات زیانمن شوي دي.


خو د اوکراین د برښنا کارګر له دمې پرته د ویجاړو شویو برښنایي تاسیساتو په ترمیم لګیا دي.


د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي بېګا په یوه پيغام کې په دې اړه لا زیات جزییات ورکړل.




هغه وویل: "نن ورځ اصلي شی د انرژۍ سکتور دی. د ورځې په اوږدو کې، موږ توانېدلي یو چې نږدې شپږ میلیونه اوکراینیانو ته برښنا بېرته راوړو. د ترمیم چارې اوس روانې دي. دوی د پرونۍ تروریستي حملې څخه را وروسته خپل کار له ځنډ پرته جاري ساتلی."


روسیې وړمه ورځ د اوکراین پر بنسټیزو تاسیساتو څه باندې اویا میزاییل وایشتل چې په نتیجه کې یې ډېر ښارونه تیاره او اوسېدونکي یې دې ته اړ کړل چې له حرارت او اوبو پرته د تودوخې ترصفر درجې لاندې وضعیت وزغمي.


د کییف ښاروال ویتالي کیکلچو هم په یوه پيغام کې تایید کړه چې د برښنا د کارګرو د بې ځنډه کار په نتیجه کې د کییف دوه پر درېیمه برخه خلکو ته برښنا بېرته وصل شوه او د ټولو کورونو اوبه هم بېرته برابرې شوې.


د اوکراین د دویم ستر ښار خارکییف د ګڼو سیمو برښنا هم د روسیې په توغندیزو بریدونو کې پرې شوې وه.


د تازه راپورونو له مخې د خارکییف برښنا بېرته وصل شوې.


د اکټوبر له میاشتې راهیسې، په اوکراین کې د پوځي ناکامیو په پایله کې، مسکو د اوکراین د انرژۍ د شبکې او نورو ملکي زیربناوو په وړاندې هوايي بریدونه پیل کړي دي.


مسکو بیا د خپلو ګڼو نورو بریدونو په څېر دا وار هم پلمه راوړې چې ګواکې د اوکراین د پوځ اړوند تاسیسات په نښه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса