Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

طالبان: په سالنګ کې د تېرې شپې پېښې له امله ۱۹ تنه مړه شوي او ۳۲ ټپیان دي

0
د طالبانو په کنټرول کې د پروان د والي ویاند سید حکمت الله شمیم رسنیو ته په لېږلي یوه پیغام کې ویلي، په سالنګ کې د تېرې شپې پېښه کې ۱۹ کسان مړه شوي او ۳۲ ټپیان دي.


هغه وویل، دا شمېرې وروستي نه دي او ښايي زیاتوالی په کې راشي.


په ورته مهال د طالبانو په کنټرول کې د ټولګټو چارو وزارت وايي، په سالنګ تونل کې د تېرې شپې د اورلګېدنې له امله ۱۲ تنه مړه شوي او ۳۷ تنه ټپیان دي.


د دې وزارت ویاند حمیدالله مصباح ازادي راډیو ته وویل، اورلګېدنه د تونل دننه د تېلو د یوه ټانکر موټر د چپه کېدو له امله پیل شوه او وروسته په تونل کې دننه یو شمېر نورو موټرو هم اور اخیستی.


د ښاغلي مصباح په خبره، اورلګېدنه نن سهار اته بجې پای ته رسېدلې.


خو له دې مخکې د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارواکو ویلي وو چې تېره شپه د سالنګ په تونل کې د اورلګېدنې په پېښه کې لږترلږه یو تن مړ شوی او ۲۵ تنه نور ټپیان دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса