Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د سالنګ په تونل کې د اور لګېدنې پېښه؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ ته ورسېد

0
پروان کې د طالبانو حکومت مسوولان وايي، په سالنګ کې د اور لګېدنې په پېښه کې د وژل شویو شویو کسانو شمېر شاوخوا ۲۰ کسانو ته رسېدلی دی.


دوی د دغې پېښې د ژوبل شویو شمېر هم ۲۰ تنه ښودلی دی.


پروان کې د طالبانو حکومت د سیه ییزو مسوولانو په وینا، د دغې پېښې په قربانیانو کې ښځې، ماشومان او سپین ږیري هم شته.


په دغه ولایت کې د طالبانو حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد کامران زید ازادي راډیو ته وویل: "لوېدیځه برخه کې ۸ تنه شهیدان شوي، دې برخه کې یو بل کس مازیګر شهید شو او ۱۱ تنه نور نن روغتون ته ولېږدول شول چې هویت‌یې نه‌دی په ډاګه شوی ځکه سوځېدلي دي."


د محمد کامران زید په وینا، تېره شپه ۸ بجې د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په تونل کې د تېلو یو ټانکر چپه شوی او له امله یې اور لګېدنه رامنځته شوې ده.


دی زیاتوي چې لاهم د سالنګ لاره د د هر ډول تګ، راتګ پر مخ تړلې ده.


پروان کې د طالبانو حکومت د سیمه ییزو مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، په دغې پېښه کې د سکرو د یو موټر په شمول ۱۲ موټره سوځېدلي دي.


په دغه ولایت کې د طالبانو حکومت د والي ویاند سید حکمت الله شمیم نن یکشنبه رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې دغه شمېرې تایید کړې او ویې وویل چې د دغې اور لګېدنې د تلفاتو شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي زیاتې شي.


مخکې له دې د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح هم ازادي راډیو ته ویلي و چې د تېلو یو ټانکر د سالنګ په تونل کې دننه چپه شوی و چې له امله یې لګېدلی اور نن سهار اته بجې مړ شوی دی.


د طالبانو حکومت د سالنګونو د ساتنې ادارې مشر حافظ محمد یعقوب نن سهار ازادي راډیو ته ویلي و چې د ژغورنې ګرځنده ټیمونو د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدولي دي.


خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن مازیګر پر خپله ټویټرپاڼه د یوې ډاډګېرنې پیغام په خپرولو سره لیکلي چې په دغې پېښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۷ تنه نور ټپيان دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса