Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

بریتانیا او جرمني د سالنګ پېښې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده

0
په افغانستان کې د بریتانیا او جرمني ډيپلوماتیکو ماموریتونو په سالنګ تونل کې د یوه ټانکر د چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې.


د سالنګ تونل په اورپېښه کې د مړو شمېر پرون د طالبانو د حکومت د رسمي ارقامو له مخې ۳۱ ته لوړ شو.


د افغانستان لپاره د برتانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر ویلي دي چې د دې تراژیدۍ د تلفاتو له کبله سخت بوږنېدلی دی.


همداراز د افغانستان لپاره د جرمني ډيپلوماتیک ماموریت د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان پرون رسنیو ته وویل چې د چاودنې له ځایه ۳۷ تنه ټپیان هم روغتونونو ته رسول شوي دي.


په سالنګ تونل کې د دې چاودنې د علت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса