Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

پاکستاني ملېشو 'بنو' کې د تروريزم ضد مبارزې مرکز له طالبانو بېرته نيولی

0
امنیتي ځواکونه د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د تروریزم پرضد د مبارزې هغه مرکز ته رسېدلي چې پاکستاني طالبانو یو شمېر کسان په‌کې یرغمل کړي دي.


دریو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې، امنیتي ځواکونه غواړي یرغمل د وسله‌والو له منګولو ازاد کړي.


دې سرچینو چې غواړي نومونه یې افشا نه شي، رویټرز ته ویلي، شپږ تنه امنیتي چارواکي او یو شمېر بندیان په دې مرکز کې چې د تروریزم په تور له نیول شویو کسانو تحقیقات په‌کې کېږي، دننه بند پاتې دي.


دا مرکز د پاکستاني طالبانو TTP وسله‌والو د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه ونیوه چې یوه بندي د مرکز د ساتونکي پولیس وسله واخیسته او ورپسې یې ټول پولیس برمته او نور بندیان ازاد کړل.


له بلې خوا د خیبرپښتونخوا مرستیال والي محمدعلي سیف پرون وویل، د پاکستان د حکومت او TTP د استازو ترمنځ د افغان طالبانو په منځګړتوب خبرې پرون په افغانستان کې پیل شوې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса