Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د پاکستان پوځ: بنو کې ۲۵ مخالف وسله وال او ۳ امنیتي سرتېرې وژل شوي

0
د پاکستان پوځي چارواکي وایي، د بنو په ښار کې د ځانګړیو ځواکونو د پرونیو عملیاتو پرمهال ۲۵ مخالف وسله وال او ۳ امنیتي سرتېرې وژل شوي دي.


د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال احمد شریف چوهدري د پاکستان له 'جي او' شخصي تلوېزیون سره په مرکه کې د نښتې پرمهال د اووه وسله والو د تسلیمېدو خبره هم وکړه.


د پاکستان د پوځ سرچینو د چودري تر خبرو مخکې رسنیو ته په بنو کې د عملیاتو پرمهال د ۴ پوځیانو د وژل کېدو او د ۱۸ نورو د ټپي کېدو خبره کړې وه.


تحریک طالبان پاکستان بیا د دې عملیاتو پرمهال د ۲۰ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو او ژوبلېدو ادعا کوي.


په بنو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په مرکز کې پرون نیول شویو پاکستاني طالبانو له سرتېرو په زوره ټوپک واخیستل او د دې مرکز پولیس یې یرغمل کړل چې بیا جګړه پيل شوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса