Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

پر ښځینه افغان محصلانو د پوهنتونونو بندېدو د نړیوالو غبرګونونه پارولي

0
د طالبانو له لورې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ د مخنیوي د پرېکړې په تړاو نړیوالو سخت غبرګون څرګند کړی دی.


د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل، له زده کړو د نجونو محرومول د هغوی د حقونو نقضول دي او دا پرېکړه د افغانستان پر راتلونکې ډېره ناوړه اغېزه کوي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیټ بیا پر طالبانو غږ کړی چې خپله پرېکړه ژر تر ژره بدله کړي.


د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین په یوه بیان کې وویل، له پوهنتونونو څخه د نجونو د مخنیوي پرېکړه به د طالبانو لپاره ناوړه پایلې ولري.




د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم پر یو ټویټ لیکلي دي چې طالبانو نن د نه دفاع وړ تازه محدودیتونه اعلان کړل.


د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري پر ټویټر لیکلي دي چې د نړۍ په هېڅ ځای کې داسې اسلامي هېواد نه شته چې نجونې له تعلیمه محرومې کړي.


اغلې امیري زیاتوي: "د داسې سخت دریځو تګلارو پرضد باید کلک ودرېږو."


د امریکا د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي غړي مایکل مک کال د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د بایډن حکومت او نړیواله ټولنه باید د بندیزونو او دیپلوماتیکې انزوا له لارې له طالبانو څخه د هغوی د وحشتناکه اقدماتو له امله حساب کتاب وغواړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس په واشنګتن کې خبرې غونډې ته د خبرو پرمهال د واشنګتن دریځ داسې روښانه کړ چې طالبان به دا پرېکړه له عواقبو سره مخامخ کړي، طالبان به له نړیوالې ټولنې څخه بېګانه کړي او د طالبانو د مشروعیت مخه به ونیسي.




د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې طالبان له دې پرېکړې سره د افغان نجونو او ښځو راتلونکې ویجاړوي.


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل چې موضوع به د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د غونډې په اجنډا کې سباته داخله کړي او د دې وزیر په وینا طالبان به بریالي نه شي.


د بریتانیا او کاناډا د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو پرېکړه غندلې ده.


د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو له لورې بندیز د شرم وړ بللی.


د بخښنې نړیوال سازمان پر یو ټویټ لیکلي چې زده کړي د بشر د لومړنیو حقونو څخه دي او له طالبانو یې غوښتي دي چې په دې اړه خپله پرېکړه سمدستي بدله کړي.


په اسلامي نړۍ کې د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو پرېکړه غندلې او اندېښنه یې ورته څرګنده کړې ده.


قطر چې اوس هم د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی، وایي د طالبانو پرېکړې سخت اندېښمن کړی ، ناهیلې کړي او له طالبانو غواړي چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې خپله پرېکړه بدله کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса