Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د طالبانو تازه حکم؛ له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره ښوونيز کورسونه منع اعلان شول

0
طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د يوه رسمي مکتوب په خپرولو سره د روزنيزو کورسونو درسونه له شپږم ټولګي نه پورته د نجونو لپاره منع اعلان کړل.


هغه مکتوب چې د پنجشنبې په ورځ د حبيب الله اغا له لاسليک سره د افغانستان د پوهنې وزارت له‌خوا خپور شوی او رسنيو ته استول شوی، ويل شوي دي چې، د طالبانو د کابينې د غړو د پرېکړې پر اساس د نجونو د ښوونځيو درسونه چې له شپږم ټولګي نه پورته وي او همدارنګه هغه روزنيز مرکزونه د نجونو لپاره چې له شپږم ټولګي نه پورته وي تر ثاني امر پورې منع دي.


د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت يو مقام چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې ياد شي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه مکتوب محتويات تأييد کړل.




د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وياند او د طالبانو نورو مقاماتو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‌دي ويلي.


د سه شنبه په ورځ طالبانو د يوه رسمي مکتوب په خپرولو سره د لوړو زده کړو خصوصي او دولتي مرکزونو دروازې د افغانستان د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.


د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي په ټول افغانستان کې وتړل شول شول، خو داسې راپورونه هم شته چې په بلخ ولايت او نورو شمالي ولايتونو کې ښوونځي د نجونو پر مخ پرانيستي و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса