Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

جرمني کې د افغان نجونو پرمخ د پوهنتونونو د بندېدو په غبرګون لاریون وشو

0
په جرمني کې یو شمېر افغانانو د نجونو د تحصیل په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون لاریون وکړ.


دا افغانان چې پرون مازیګر د جرمني په هیلډن ښار کې ټول شوي وو تر امر ثاني پورې د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونو د تړلو پرېکړه یې وغندله.


د لاریون یوې تنظیموونکې او افغان فعالې ظریفه غفاري د طالبانو وروستی اقدام له اسلام او افغاني کلتور سره په ټکر کې وباله او ویې ویل چې دا د راتلونکو نسلونو د تباهۍ هڅه ده چې د دې په خبره په کور دننه او بهر تنظیمېږي.


د طالبانو حکومت له څو ورځو راهیسې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې تړلي دي.


د دوی د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم دلیل راوړی چې نجونو حجاب نه رعایتاوه، لیلیو کې پاتې کېدې او له محرم پرته یې سفر کاوه.


نجونو او ګڼو فعالانو دا دلایل بې ځایه او پلمې یادې کړي او ویلي یې دي چې نجونې په پوره حجاب کې پوهنتونو ته تللې او ټول اصول یې رعایتول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса