Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

رسنۍ: د روسيې په 'اينګلس' هوايي اډه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

0
د روسي او اوکرایني رسنیو راپورونه وايي، نن سهار وختي د روسیې په اینګلس (Engels) نومي هوايي اډه کې چې د اوکراین د جګړې له لومړۍ کرښې څو سوه مایله فاصله لري، د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.


په رسمي ډول د دې پېښې تأیید نه‌دی شوی او رویټرز خبري اژانس وايي، نه‌دی توانېدلی دغه راپور تایید کړي.


د اوکراین RBC خبري اژانس بیا وايي، دا دوې چاودنې وې.


د روسیې بیزا (Baza) خبري اژانس بیا د ځايي اوسېدونکو په حواله راپور ورکړی، چې د هوايي حملې د خطر زنګ غږول شوی او د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.


د مرګ‌ژوبلې او احتمالي مالي زیانونو په باب لا څه نه‌دي ویل شوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса