Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

ايران په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی

0
د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په افغانستان کې د دغه هېواد نوي سفیر حسن کاظمي قمي د طالبانو له حکومتي چارواکو سره په کتنه کې ویلي چې، هېواد یې په افغانستان کې د زیربنایي او اقتصادي پروژو لکه د کانونو، انرژۍ او اورګاډي پټلۍ په برخه کې پانګونې ته چمتو دی.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په خپل ټویټر کې لیکلي چې، ښاغلي قمي د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالغني برادر په حضور کې وکتل.


ښاغلي تکل زیاته کړه چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایراني پلاوي سره په کتنه کې په ایران کې د افغان بندیانو د خلاصون او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.


د طالبانو پر ضد په کابل کې د ایران د سفیر بهادر امینیان د څرګندونو له افشا کېدو وروسته، تهران ښاغلی امینیان له دندې لرې کړ او حسن کاظمي قمي یې په افغانستان کې د نوي سفیر په توګه معرفي کړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса