Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د طالبانو د بدخشان امنیه قوماندان ماین چاودنه کې وژل شوی

0
په بدخشان کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندان مولوي عبدالحق ابو عمر د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.


د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډویو ته وویل، چاودنه نن له غرمې مخکې په فیض اباد کې د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته نژدې شوې ده.


ښاغلي ټکور زیاته کړې چې  د امنيه قوماندان ترڅنګ د طالبانو دوه نور وسله‌وال هم چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.


ټکور زیاتوي، ماین په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی و، خو دا جزیات یې نه‌دي ورکړي چې دغه موټر د چا و؟ او ایا امنیه قومندان او ورسره همکاران یې همدې موټر کې سپاره و او که نه؟


تر اوسه چا د چاودنې مسولیت نه‌دی اخیستی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса