Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

داعش په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومندان د وژنې مسوولیت په غاړه واخیست

0
داعش یا اسلامي دولت ډلې په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومندان د وژنې مسوولیت په غاړه واخیست.


دې ډلې دوشنبه ناوخته په خپله ویبپاڼه اعماق کې ادعا کړې چې د طالبانو امنیه قومندان او څو نور کسان یې ور وژلي دي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تایید کړې چې په بدخشان کې د دوی امنیه قومندان په یوه موټر بم چاودنه کې چې په فیض اباد کې د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته نږدې شوې وه وژل شوی.


ټکور زیاته کړې چې د امنيه قوماندان ترڅنګ د طالبانو دوه نور وسله‌وال هم چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса