Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

په پاریس کې افغانانو د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنسټونو د پرانیستو غوښتنه وکړه

0
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې لسګونه افغانانو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر مخ د لوړو زده کړو او کار دروازې پرانېزي.


دوی چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ له ځان سره لېږداوه، ویل چې د طالبانو وروستیو محدودیتونو د ولس او حکومت ترمنځ واټن زیات کړی دی.


د شا رسول اوریاخېل په نوم د دغه لاریون یوه تنظیمونکي ویلي:  "په کابل کې مو له حاکمې ادارې څخه وغوښتل چې د نجونو پر مخ د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې پرانیزئ، تعلیم رڼا ده، تعلیم د پرمختګ لاره ده. حاکمې ادارې باندې غږ کوو چې که تاسو رښتیا هم ولس ځان ته رانږدې کېدل غواړئ، د دوی غوښتنو ته لبیک ووایئ."


پرون د جرمني په پلازمېنه برلین کې هم یو شمېر افغانانو ورته غوښتنې وکړې.


طالبانو د تېرې سې شنبې په ورځ تر بل امره د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې او د شنبې په ورځ یې په نادولتي موسسو کې د ښځو کار منع اعلان کړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса