Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د ایراني فوټبالر 'علي دايي' د کورنۍ غړي بېرته دغه هېواد ته ستانه کړای شوي

0
د ایران امنیتي ځواکونو هغه الوتکه بېرته راستنه کړه چې د دغه هېواد د مشهوره فوټبالر علي دایي مېرمن لور یې له ایران څخه دوبۍ ته لېږدولې.


د راپورونو له مخې، د ماهان تهران هوایي شرکت الوتکه نن سهار له تهران څخه دوبۍ ته روانه وه، خو دغه الوتکه یو ساعت وروسته په کیش کې راښکته شوه او د ایران د اسلامی جمهوریت امنیتي مامورانو د دايي مېرمن او لور له الوتکې وایستلې.


علي دايي چې د ایران او اسیا د زیاتو ګولونو ریکارډ په خپل نوم لري په دې وروستیو کې یې د ایراني مظاهره چیانو په پلوۍ ځینې فعالیتونه کړي.


د ایران د قضایه قوې د رسنیو مرکز د علي دایي د میرمنې او لور د بېرته راستنېدو لامل "له بلواګرو سره ملګرتیا او د اعتصاب لپاره تبلیغ" اعلان کړی دی.


د ایران چارواکي او رسنۍ مظاهره چیانو ته د بلواګرو کلمه کاروي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса