Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو اټکل شوی

0
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې په ۱۳ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو اټکل کړی دی.


د دې ریاست په نننۍ بیانیه کې ویل شوي، په پکتیکا، فراه، غور، هلمند، هرات، بادغیس، دایکندي، میدان وردګ، بامیان، غزني، کندهار او زابل ولایتونو کې د پنجشنبې په ورځ د باران او واورې د ورېدو احتمال شته.


په بیانیه د واروې اندازه له لسو څخه تر دېرشو سانتي مترو او د باران اندازه له لسو څخه تر شلو سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.


د افغانستان په یادو ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت اټکل داسې وخت کېږي چې له ګڼو ولایتونو څخه لا دمخه د کورونو د تودخې لپاره د کارېدونکو سون توکو د کمښت راپورونه خپاره شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса