Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

جرمني له طالبانو په مؤسسو کې د ښځو پر کار د بنديز پرېکړې لغوه کېدو غوښتنه کړې

0
د جرمني حکومت پر طالبانو غږ وکړ چې سمدستي دا پرېکړه بدله کړي چې په غیردولتي موسسو کې به مېرمنې کار نه‌کوي.


د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند کرسټوفر برګر پرون په برلین کې وویل، په موسسو کې د ښځو کار د بشري مرستو د رسولو لپاره ډېر مهم دی.


نوموړي زیاته کړه چې له ښوونځیو او پوهنتونونو د نجونو راګرځول هم په هیڅ ډول د منلو نه‌دي.


ښاغلي برګر بیا وویل چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له خپلو نړیوالو متحدانو سره له ډېر نژدې په ارتباط کې دی چې د دې پرېکړو په اړه څه وکړي.


طالبانو تېره اونۍ سې شنبې تر ثاني امر پورې له پوهنتون څخه نجونې منع کړې او د دې اونۍ په پیل کې یې وویل چې په موسسو کې دې مېرمنې کار نه‌کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса