Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونو د دغه هېواد په ختيځ کې جګړه پيل کړې

0
د اوکراین د لوی درستیز د دفتر د راپور له‌مخې چې پرون خپور شو روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې پر اوکرایني ځواکونو د توپونو ډزې پیل کړې دي او ډېر تمرکز یې په دونیڅک کې پر بخموت او افدیفکا سیمو دی.


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په فېسبوک کې لیکلي دي چې په بخموت کې پروسږکال اویا زره کسان اوسېدل او اوس د ګوتو په شمار ملکیان هلته پاتې دي.


د اوکرایني چارواکو او سیمه‌ییزو سرچينو په وینا د اوکراین په جنوب کې بیا روسي ځواکونو د خرسون په ګډون په یو شمېر سیمو کې ملکي اهداف په نښه کړې دي.


روسي پوځیان د اوکراین په ختیځ کې د شاوخوا شپېتو اوکرایني پوځیانو د وژلو ادعا کوي او وایي چې په لوهانسک کې نږدې دېرش نور اکرایني پوځیان وژل شوي دي.


دا ګرانه ده چې د جګړې د ډګر راپورونه تأیید شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса