Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

فليپين کې د طبيعي پېښو له امله د مړو شمېر ۳۹ ته ورسېد

0
په فلپین کې پرون څلور نور کسان هم د دغه هېواد په جنوب کې د ځمکې ښوېدو په پېښه کې مړه شول، چې ورسره د وروستیو طبیعي افتونو له کبله د مړو شمېر ۳۹ ته ورسېد.


چارواکي وايي ژغورونکي تر ۲۰ زیاتو نورو هغو کسانو پسې پلټنه کوي د دې اوونۍ په پیل کې د سېلابونو او ځمکې ښوېدو تر پېښې وروسته ورک دي.


د فلپین د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، څلور کسان په مینداناو (Mindanao) ټاپو کې موندل شوي، چې دوه په‌کې تنکي ځوانان دي.


په فلپین کې چې ۱۱۰ ملیونه وګړي لري، د دې اوونۍ په پیل کې داسې مهال چې خلک د کرسمس د جشنونو په لمانځلو بوخت وو، هوا ډېره خراب شوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса