Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د يو ميزايل له لګېدو وروسته بېلاروس د اوکراين سفير احضار کړ

0
بېلاروس پرون د اوکراین سفیر احضار کړ او خپل اعتراض یې ورته وړاندې کړ.


دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې د اوکراین د هوايي دفاع یو میزایل د بېلاروس د لوېدیځ برست ښار ته نږدې ولګېد.


د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت ویلي: د اوکراین له خاورې د الوتکو ضد S-300 ډوله رهبري شوي میزایل د توغولو په تړاو سخت اعتراض وشو.


مینسک له کییف غوښتنه کړې چې د دې پېښې په اړه بشپړې څېړنې او له عاملانو سره حساب کتاب وکړي.


په بېلاروس کې د میزایل د لګېدو په پېښه کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی او اوکراین هم کوم نظر نه‌دی ورکړی.


خو دغه میزایل پرون داسې وخت د بېلاروس په قلمرو کې لګېدلی، چې د میزاییلو سخته حمله روانه وه او ډېرې حملې د اوکراین هوايي دفاع شنډې کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса