افغان کډوالو ته د رسېدنې په خاطر له پاکستان سره ۶۰ میلیونه ډالره مرسته شوې
د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډونالډ بلوم ويلي چې امريکا د ٢٠٠٢ کال له پيله تر اوسه پاکستان ته د افغان کډوالو د لاسنیوي لپاره ٢٧٣ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.
تر ټولو زیاتې مرستې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د روغتیا او پوهنې په برخو کې له افغانانو سره شوې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي.
اټکل کېږي چې په دغه هېواد کې تر یو میلیون ډیر افغانان له اسنادو پرته هم اوسېږي.
