په چک جمهوریت کې 'پیټر پاول' د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې وګټلې
په چک جمهوریت کې لوېدیځ پلوه کاندید پیټر پاول چې له اوکراین سره د مرستې ملاتړی و، له پخواني صدراعظم او میلیاردر اندرې بابیش څخه د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې وګټلې. پاول به د میلوش زیمان پرځای د چک د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړي. د رایې ورکولو تقریباً ټولو مرکزونو د شمېرل شویو رایو له مخې پاول تر ۵۸ فیصدو زیاتې رایې ګټلې دي. په چک کې د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې د جمعې په ورځ پیل شوې او د شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.