Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د افغانستان د تېر نظام یو جګپوړی جنرال په چک جمهوریت کې ومړ

0
د افغانستان د دفاع وزارت یوه پخواني جګپوړي جنرال په چک جمهوریت کې له نړۍ سترګې پټې کړې.


ډګرجنرال غلام سخي احمدزی په تېر جمهوري نظام کې د دفاع وزارت مرستیال پاتې شوی و.


د هغه د کورنۍ یوه غړي متقاعد جنرال عبدالغفار احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "زما خوریي د هېواد د وسله وال پوځ پخوانی ډګر جنرال ډيپلوم ارکانحرب غلام سخي احمدزي د جدي په شپاړسمه نېټه په چک جمهوریت کې خپل روح حق ته وسپاره. غلام سخي احمدزی د هېواد له تجربه کارو پوځي کادرونو څخه و."


خو جنرال عبدالغفار احمدزي د ډګرجنرال ارکانحرب غلام سخي احمدزي د مړینې لامل په اړه څه نه دي ویلي.


ډګرجنرال ارکانحرب غلام سخي احمدزی په ۲۰۱۵ کال کې د جمهوري حکومت د دفاع وزارت د مرستیال په توګه وټاکل شو او له هغه مخکې په امنیت شورا کې د یوې څانګې مشر و.


جنرال احمدزی په کابل کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې چک جمهوریت ته ولاړ او تر مړینې پورې د چک جمهوریت په اوستي ناد لابیم ښار کې اوسېده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса