Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2023

حامد کرزی: د اسټرالیا پرېکړه خواشینونکې ده

0
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په یو ټویټ کې د اسټرالیا کرېکټ بورډ ادارې په وروستۍ پرېکړې اندېښنه ښودلې ده.


هغه ویلي دي، په اوس وخت کې چې افغانان له سختو ننګونو سره مخ دي، د اسټرالیا کرېکټ ادارې پرېکړه خواشینونکې ده.


یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې په افغانستان کې ښځو او جونو ته د زده‌کړو او ژوند چارو محدودیتونو له امله نه‌غواړي په مارچ میاشت کې له افغان کرېکټ لوبډلې سره د ۳ نړیوالو لوبو لړۍ ولوبوي.


ښاغلي کرزي په خپل ټویټ کې لیکلي دي:  "موږ د خپل کرېکټ په لوبډلې او د ټولو لوبو په لوبغاړو فخر کوو."


دا په داسې حال کې ده چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح بیا د اسټرالیا کرېکټ ادارې له پرېکړې ننګه کړې ده.


ښاغلي صالح په خپل ټوېټر لیکلي دي چې د کرېکټ لوبغاړو د ترهګرو له مشر(سراج الدین حقاني) سره د مسک تصویر په اخستلو سره خلک حیران کړي وو.


هغه په دې اند دی چې افغان کرېکټ لوبډله د طالبانو له لوري د جونو د زده‌کړو بهیر په بندېدو او نورو ظلمونو چوپه خوله پاتې و، نو ځکه د اسټرالیا پرېکړه معنا لرونکی اقدام دی.


د یادونې وړ ده چې پر افغان لوبغاړو سربېره د کرېکټ ګڼ شمېر مینه‌والو، پخوانیو سیاسي او ټولنیزو چارواکو هم د اسټرالیا پرېکړه غیر عادلانه بللې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса