Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2023

طالبان په ننګرهار، لوګر او تخار کې کومو کسانو ته پاسپورټونه ورکوي؟

0
طالبان په ننګرهار، لوګر او تخار کې کومو کسانو ته پاسپورټونه ورکوي؟

په ننګرهار، لوګر او تخار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، هغه کسانو ته چې سندونه يې له مخکې طی مراحل شوي د پاسپورټ ورکولو لړۍ پیل شوې ده.

له څو میاشتو انتظار وروسته، تازه په ننګرهار ولایت کې د طالبانو پاسپورټ امریت اعلان کړی چې د پاسپورټونو هغو غوښتونکو ته یې د وېش لړۍ پیل کړې چې د روان کال له لړم میاشتې څخه مخکې یې اسناد طې مراحل شوي دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې پرون د دغه امریت له خوا خپره شوې راغلي چې پاسپورټ غوښتونکي کولاى شي د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د دوشنبې له ورځې څخه دغه رياست ته ورشي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو حکومت ویاند قاضي ملا عادل دا خبره تایید کړه او ازادي راډیو ته یې وویل: "په ننګرهار ولايت کې هغه کسان چې اسناد یې پخوا امنيې قوماندانۍ ته سپارلي او یوه برخه یې طی مراحل شوي ، کولاى شي چې خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي."

نوموړي زياته کړه چې د پاسپورټونو د وېش پروسه په عمومي توګه نه ده پيل شوې او ټولو پاسپورټ غوښتونکو ته پاسپورټونه نه ورکول کېږي.

په تخار کې بیا د طالبانو حکومت د پاسپورټ آمر سید امین الله سعید وايي چې په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش بهیر یوازې هغو غوښتونکو ته پیل شوی چې سندونه يې په ١٤٠٠ کال کې بشپړ شوي.

سعید وویل: "هغه کسان چې په ١٤٠٠ کال کې يې د پاسپورټ له امرینو څخه احکام اخیستي، تعرفې او بانکي آویز ورسره وي او نور کارونه يې پاتې وي، پاسپورټ اخیستلای شي، خو دا پروسه په عمومي توګه نه ده پيل شوې."

په لوګر کې د طالبانو حکومت د والي ویاند عمر منصور مجاهد هم تاییدوي، هغو کسانو ته چې اسناد یې د مخه طی مراحل شوي او هغه ناروغان چې په بهر کې درملنې ته اړتیا لري، د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شوی.

خو د طالبانو حکومت د پاسپورټونو د عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن ازادي راډيو ته وویل چې د پاسپورټونو د وېش بهیر په ټولو ولایتونو کې لا هم نه دی پیل شوی.

پتمن وویل: "د پاسپورټونو د وېش بهیر په ټولیزه توګه درول شوی، په دې برخه کې هڅې روانې دي. د مرکز او ولایتونو د ستونزو په هوارېدو سره به د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي."

نوموړي په ننګرهار، تخار او لوګر ولايتونو کې ځينو کسانو ته د پاسپورټونو د وېش د پروسې د پيل په اړه څه ونه ويل.

دا په داسې حال کې ده چې د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي وايي، له ډېرې مودې راهیسې د پاسپورټونو د وېش بهیر په ټپه درېدلی او دې کار دوی اندېښمن کړي دي.

په کابل کې د پاسپورټ غوښتونکی فرید ازادي راډیو ته وویل: " څو میاشتې کېږي چې د پاسپورټ اخیستلو ته منتظره یو، خو تر اوسه د دې پروسې د پیل هېڅ خبر نه شته. نه پوهېږم چې دا چارواکي څه کوي او په څه دلیل یې دا بهیر درولی."

په کابل کې د پاسپورټ یو بل غوښتونکی احمد وايي: " د تلې له میاشتې راهیسې د پاسپورټونو د وېش بهیر درول شوی، خو یو شمېر خلک وايي چې ډېر ډالر ورکوي او پاسپورټ اخلي، خو موږ یې توان نه لرو."

د پاسپورټ غوښتونکي وايي چې د پاسپورټونو د وېش بهیر په درولو سره د فساد او د پاسپورټونو د خرڅلاو زمینه برابره شوې ده او ان دا چې یو ټوک پاسپورټ تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې پلورل شوی دی.

خو د طالبانو حکومت د پاسپورټونو عمومي ریاست ویاند مخکې ویلي وو چې ځینې بهرني بنسټونه جعلي پاسپورټونو ورکوي او له خلکو یې غوښتي وو چې له دغو پاسپورټونو استفاده ونه کړي.

د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست د مسوولانو په خبره، په سیستم کې د تخنیکي ستونزو له امله د روان کال په تلې میاشت کې د پاسپورټونو د وېش بهیر ودراوه او له درېیو میاشتو زیاتې مودې په تېرېدو سره هم دغه بهیر نه دی پیل شوی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Потапова проиграла Остапенко во втором круге турнира WTA 1000






День экологического образования пройдет на ВДНХ

Военно-исторический фестиваль «Огненная дуга» прошел в Ступине

"Спартак" обыграл "Краснодар" и продлил беспроигрышную серию до 7 матчей при Слишковиче

Школьница потеряла палец после поездки в лифте в Москве