Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2023

بلېنکن: له افغانستانه کوم ګواښ نه شته

0
د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، طالبان هغه څه چې وايي، نه یې شي کولای او یا یې هم نه غواړي چې ویې کړي.


بلېنکن دا خبرې په افغانستان کې د نجونو او ښځو په او ټوله کې د افغانانو د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د شیکاګو پوهنتون د سیاست په انسټېټیوټ کې یې خبرې کولې ویلي، دوی او نړیواله ټولنه له طالبانو تمه لري چې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه وساتي.


بلېنکن له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتو یو ځل بیا ننګه کړې، خو دا یې هم ویلي که چېرې ولیدل شي چې ترهګرو هلته یو ځل بیا پټنځایونه جوړ کړي، یو ځل بیا پرې برید وکړي، هغه ډول چې د ده له قوله، د القاعده مشر ایمن‌الظواهري یې په نښه کړ.


خو د بلېنکن په خبره، له ټولو اندېښنو سره سره، له افغانستانه کوم ګواښ نه‌شته.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса