Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2023

ملګري ملتونه: طالبان باید پر ښځو لګول شوي بندیزونه لغوه کړي

0
افغانستان ته د ملګرو ملتونو سازمان تللی لوړپوړی پلاوی دې هېواد ته د خپل سفر په پای کې له طالبانو غواړي چې په افغان نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه او محدودیتونو هر څه ژر لغوه کړي.


افغانستان ته د ملګرو ملتونو سازمان په پلاوي کې د دې سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د ښځو په چارو کې د دې سازمان اجراییوي مشره سیما باهوس او په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دفتر رییس خالد خیاري شامل وو.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي دفتر یا یوناما تېره شپه ناوخته یوه خبرپاڼه کې د دې پلاوي له قوله ولیکل، په افغان نجونو او ښځو اوسني لګېدلي بندیزونه هغو میلیونو انسانانو ته د مرستو رسول زیانمنوي چې دې مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.


خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد له قوله زیاته شوې، بندیزونه او محدودیتونه نجونې او ښځې په کور کې زنداني کوي، بشري حقونه یې نقضوي او ټولنه یې له خدماتو محروموي.




د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په خبره، افغانستان د بشري وضعیت په یوه وحشتناک او په نړۍ کې له یوه زیان سره مخ حالت کې دی.


د دې سازمان د ښځو څانګې اجراییوي مشرې سیما باهوس هم ویلي، افغان نجونې او ښځې له ټولنې د دوی د حذفېدو پر وړاندې په مېړانه ولاړې دي او اوس د ټولو مسوولیت دی چې له دوی ملاتړ وکړي.


افغانستان ته د ملګرو ملتونو راغلي پلاوي، په کابل او کندهار کې له طالب چارواکو سره وکتل، خو دا معلومه نه‌شوه چې ایا د طالبانو له مشر سره یې هم لیدنه وشوه او که نه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса