Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2023

په بدخشان کې د موټر اوښتو پېښه کې لږترلږه ۶ کسان مړه شوي

0
په بدخشان کې د یوه مسافر وړونکي موټر د اوښتو په پېښه کې لږترلږه ۶ کسان مړه شوي دي.


د دې ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دغه لنډکروزر موټر د مایمی ولسوالۍ په شاجه ګون سیمه کې نسکور شوی چې ۶ کسان یې مړه کړي او ۳ نور ټپیان کړي دي.


هغه ونه ویل چې دغه پېښه کله شوې ده.


خو ځینو سرچینو ویلي دغه پېښه د جمعې په ورځ شوې او دغه موټر د بدخشان له مرکز د مایمی ولسوالۍ پر لوري روان و.


د واورې زیات اورښت، د ټرافیکي اصولو نه رعایتول او د موټرچلوونکو بې احتیاطي د ډېرو ټرافیکي پېښو اصلي علت بلل شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса