Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د امريکا پوځ د جو بايډن په امر سوماليا کې د اسلامي دولت ډلې يو مهم مشر وژلی

0
د امريکا پوځ د جو بايډن په امر سوماليا کې د اسلامي دولت ډلې يو مهم مشر وژلی

امریکايي چارواکي وايي، د بلال السوډاني په نوم د اسلامي دولت ډلې دغه محلي مشر د پنجشنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ له‌خوا د ولسمشر جو بایډن په امر وژل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، امریکايي چارواکو ویلي، السوډاني وروسته له هغې په وسله‌واله جګړه کې ووژل شو، چې لومړی امریکايي پوځیان د هغه د نیولو په نیت د سومالیا په شمالي برخه کې پر یوه پېچلې غرنۍ سمڅه راکښته شول.

داسې ښکاري چې د هغه نیول کېدل ناممکن برېښېدل.

د پېښې په صحنه کې د السوډاني د ډلې ۱۰ نور کسان هم وژل شوي او امریکايي چارواکي وايي د دوی پوځیانو ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

د امریکا دفاع وزیر لوید اسټین په یوه اعلامیه کې ویلي، د ولسمشر په امر د امریکا پوځ د سومالیا په شمال کې تهاجمي عملیات وکړل، چې د بلال السوډاني په ګډون د اسلامي ډولت ډلې ځینې غړي ووژل شول.

د اسټین په وینا، السوډاني په افریقا کې د اسلامي دولت ډلې د حضور د پراخېدو مسوول و، چې د افغانستان په ګډون یې د نړۍ په سطحه د دې ډلې عملیات تمویلول.

یوه امریکايي چارواکي، د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، السوډاني د سومالیا په شمال کې نه یوازې په افریقا کې د دې ډلې نورو څانګو ته، بلکې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې ته هم له خپل غرني مرکز څخه د تمویل چارې سمبالولې.

د داعش خراسان څانګه د دې افراطي ډلې هغه برخه ده، چې په افغانستان کې یې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

د فرانسې خبري اژانس په وینا، بلال السوډاني ۱۰ کاله مخکې له اسلامي دولت ډلې سره یو ځای شو او په سومالیا کې د الشباب په نوم افراطي ډلې د جګړه مارو په جلب و جذب او روزنه کې هم دخیل و.

د امریکايي چارواکي په وینا، السوډاني د اسلامي دولت ډلې په عملیاتي او مالي چارو کې کلیدي رول درلود، د دې تر څنګ له خاصو مهارتونو برخمن و، ځکه نو د امریکا د ټروریزم ضد ځواکونو لپاره په مهم هدف بدل شو.

پر السوډاني دغه عملیات له څو میاشتو راهیسې پلان شوي وو او امریکايي ځواکونو په هغه ځای کې ځمکني تمرینات کول، چې د السوډاني د پټېدو ساحې ته ورته ډیزاین شوی و.

هغه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی ویلي، ولسمشر جو بایډن له لوړرتبه دفاعي، استخباراتي او امنیتي چارواکو سره تر سلا مشورې وروسته، د دې اوونۍ په لومړیو کې د دې حملې منظوري ورکړه.

د امریکا د CNN ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی چې په سومالیا کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د امریکا عملیات بېساري ګڼل کېږي، ځکه تر دې مخکې یې د الشباب ډلې وسله‌وال په نښه کول.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Энди Роддик

Энди Роддик: «У меня было несколько типов рака кожи с тех пор, как я завершил карьеру»






МИД: Россия не пригласила на Парад Победы послов недружественных стран

Учительница Путина Вера Гуревич заявила, что он всегда был защитником

Песков призвал дождаться результатов встречи Путина и Пашиняна и не преувеличивать сложность переговоров

В Новгородской области загорелся многоквартирный дом