Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2023

کرکټ؛ افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبې کوي

0
کرکټ؛ افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبې کوي

د افغانستان کرکټ بورډ د درې شل اوریزو سیالیو لپاره د عربي متحده اماراتو پر وړاندې لوبډله اعلان کړه.

کرکټ بورډ نن شنبه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا سیالۍ به د فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه، ۱۸مه او ۱۹مه نېټو ترسره شي.

په اعلان شوې لوبډله کې راشد خان، رحمن الله ګربز، عبدالرحمن رحماني، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، بلال سمیع، فرید احمدملک، فضل الحق فاروقي، ګلبدین نایب، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدراڼ، ننګیال خروټی، نوین الحق، نجات مسعود، نور احمد، رحمت شاه، صدیق الله اتل، شاهد الله کمال، شرف الدین اشرف او ظاهر خان شامل دي.

کرکټ بورډ زیاتوي چې اعلان شوې ۲۲ کسیزه لوبډله به لومړی په متحده عربي اماراتو کې تمریناتي کمپ ترسره کړي او تر کمپ وروسته به ۱۵-۱۷ لوبغاړي سیالیو ته غوره شي.

د دواړو کرکټ ادارو له هوکړې سره سم به درې واړه سیالۍ په ابوظبۍ لوبغالي کې ترسره شي.

کرکټ بورډ ادارې دغه راز ویلي: "دغه سیالۍ د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو دتړون له مخې، چې څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو، ترسره کېږي. د یاد تړون له مخې به د افغانستان کرکټ مليلوبډله هر کال د متحده عربي امارتو پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کوي چې په بدل کې به یې د افغانستان کرکټبورډ په یاد هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي."

د یادونې وړ ده چې دا په ۲۰۲۳ کال کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لومړنی بهرنی سفر دی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Мадриде






Отказ США от российского урана может ударить по ...

Хельга Рай высказалась о скоропостижной смерти актрисы Галины Давыдовой

Амбассадоры сообщества «Волонтеры Москвы» помогают столице и горожанам

Бывшего мужа Навки арестовали с женой и маленькой дочкой