Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د سویلي افریقا لوبډلې له انګلستان لوبلړۍ وګټله

0
د سویلي افریقا او انګلستان ترمنځ د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو دویمه یو ورځنۍ لوبه هم کوربه هېواد په ۵ وېکټو وګټله.


سویلي افریقا د انګلستان د ۳۴۳ منډو هدف د ۵ وېکټو په سوځېدو سره په ۴۹،۱ اور کې ترلاسه کړ او په دې سره یې د ۳ یو ورځنیو لوبو لومړنۍ دوه لوبې وګټلې.


په دې سیالۍ کې د انګلستان لپاره لوبډلمشر جاس بټلر، هیري بروک او معین علي نیمې سلیزې ووهلې او هدف ته د رسېدو په پار د کوربه هېواد لوبډلمشر ټیمبا بهوما سلیزه ووهله، هغه ۱۰۹ منډې وکړې، خو د ډیوېډ میلر ۵۸ او د مارکو یانسین ۳۸ ناسوځېدلو منډو سویلي افریقا بریا ته ورسوله.


بهوما د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


سویلي افریقا د دې دواړو لوبو په ګټلو سره ۲۰ نومرې ترلاسه کړې چې ټولټال نومرې یې ۷۹ ته ورسېدې او په دې سره یې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ په سیالیو کې نهم مقام ترلاسه کړ.


د ۲۰۲۳ زېږدیزکال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته چې په هند کې به ترسره شي تر دې دمه د افغانستان په ګډون ۷ لوبډلو نېغ په نېغه لار موندلې ده او یوه بله لوبډله هم چانس لري چې نېغ په نېغه لار پیدا کړي.


د یادونې ده چې د اتم مقام ترلاسه کولو لپاره اوس مهال سویلي افریقا، ویسټ اینډیز او سریلانکا مقابله کوي، خو که سویلي افریقا د فبرورۍ په لومړۍ نېټه له انګلستان درېيمه یو ورځنۍ سیالي هم وګټي، نو دې مقام ته به ورسېږي.

Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса