Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2023

د پېښور پوهنتون د استادانو مظاهره

0

د پېښور پوهنتون استادانو د مارچ پر ۲۰مه په يوه مظاهره کې د وایس چانسلر د ليرې کېدو او امنيت غوښتنه وکړه. دوی د مارچ له شپږمې راهیسې په اجتجاج دي. د مارچ پر پينځمه، د پوهنتون یو امنیتي ساتونکي د هاسټلونو د امنيتي ادارې مشر ثقلين بنګښ په ډزو وواژه. د فررورۍ پر ۲۰مه د اسلامیه کالج پوهنتون یو بل ساتونکي د یاد پوهنتون یو استاد پروفیسر بشیراحمد وژلی وو. پولیس وایي په دواړو بریدونو کې تورن دوه کسان یې نیولي دي او پلټنې ترې روانې دي.

خو زده کوونکي او استادان د پوهنتون له انتظامیې مطميينه نه دي او د وایس چانسلر د ليرې کولو پر غوښتنه ټينګار کوي. د پوهنتون وياند محمد نعمان خان د مارچ پر ۲۰مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې د استادانو د وایس چانسلر د ګوښه کولو غوښتنه د قانون سره سمه نه ده.

په دې اړه د وسیم سجاد ويډيو رپورټ وګورئ.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса