وېسټ د افغانستان په اړه د يو شمېر هېوادونو له استازو سره خبرې کړي
دا خبره ویسټ نن په یوه ټویټ کې کړې، خو په اړه یې نور جزییات نهدي ورکړي.
نوموړي د امریکا بریتانیا د ځانګړي اتحاد ستاینه کړې.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازي له دې مخکې په یوه بل ټویټ کې ویلي وو چې روانه اوونۍ د جون له پنځمې نه تر نهمې نېټې پورې به له لندن او ابوظبي څخه کتنه ترسره کړي او د بریتانیا او متحده عربي اماراتو له همکارانو سره به په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې وکړي.
