د بريتانيا د پارلمان لسګونو غړو د افغان ښځینه فوټبالرانو د ملاتړ غوښتنه کړې
د بريتانيا د پارلمان لسګونو غړو د فوټبال له نړيوال فدراسيون یا فيفا څخه غوښتي چې د افغان ښځينه فوټبالرانو ملاتړ وکړي چې په جلاوطنۍ کې ژوند تېروي. د فوټبال د نړيوال فدراسيون یا فيفا رييس ته په يوه ليک کې د بريتانيا د پارلمان له سلو زياتو غړو غوښتنه کړې، چې افغان ښځينه فوټبالرانو ته چې اوسمهال په جلا وطنۍ کې ژوند کوي، په نړيوالو لوبو کې د سيالۍ زمينه برابره کړي. د فیفا مشر جياني اینفانتينو ته په خپل لیک کې دغو استازو د جنورۍ په میاشت کې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او د افغانستان د... Читать дальше...