Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

د اوکراين پوځ: پر اوديسا د بې‌پيلوټه الوتکو بريدونو مرګژوبله اړولې

0
د اوکراین پوځ نن اعلان وکړ چې د اودیسا پر بندري ښار د تېرې شپې د بې‌پیلوټه الوتکو په بمبارۍ کۍ یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.


د اوکراین د پوځ عملیاتي قومانداني په فېسبوک کې لیکلي، یوه ډرون الوتکه چې هوایي مدافع ځواکونو ویشتلې پر یوې څو پوړیزه ودانۍ لګېدلې چې د اورلګېدو سبب شوې ده.


راپورونه وایي، دې اور د درې ملکیانو ژوند اخیستی او شپږ ویشت تنه نور یې ټپیان کړي دي.


د اوکراین هوایي ځواکونه همدا راز وایي، روسیې په پنځه دېرش ډرون الوتکو او اته توغندیو پر اوکراین برید وکړ چې له دې ډلې یې په ایران کې جوړې شوې شل بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي او دوه بالسټیک توغندي یې هم په هوا کې ویشتلي دي.


د اودیسا سربېره په پولتاوا او خارکیف ښارونو کې هم روسیي ځواکونو یو شمېر سیمې ویشتلې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса