Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

کرکټ نړیوال جام؛ له هند او پاکستان سره د افغانستان د لوبو نېټې په ډاګه شوې

0
د کرکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریزو سیالیو د نړیوال جام پیلیزه سیالي به د انګلستان او نیوزیلنډ ترمنځ د اکتوبر میاشتې په ۵مه نېټه وي.


د کرکټ د باوري ویبپاڼې 'کریک اینفو' د خبر له مخې چې د راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام په ترڅ کې به د افغانستان او هندوستان ترمنځ سیالي د اکتوبر په ۱۱مه نېټه په ډیلي ښار کې وي.


دغه راز افغان لوبډله به د پاکستان پر وړاندې د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د هند په چینای ښار کې سیالي کوي.


که څه هم په دې خبر کې د افغانستان د نورو لوبو نېټې نه‌دي په ډاګه شوي، خو په ټورنمنټ کې لس ګډون کوونکي هېوادونه به یو د بل پر وړاندې سیالي کوي.


د دې نړیوال جام تر ټولو مهمه سیالي د هند او پاکستان ګڼل کېږي چې د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د احمداباد په ښار کې ترسره شي.


د ویلو ده چې تر دې دمه د کرکټ نړیوالې شورا د دې سیالیو د نېټو او څرنګوالي په تړاو څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса