Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

اوکراين؛ د روسيې په توغندويي بريد کې شپږ کسان وژل شوي

0
د روسیې یو توغندی بېګاه شپه د اوکراین د دنیپرو پیتروفسک سیمې په کریوي ریه ښارګوټي کې د استوګنې پر یوه ودانۍ لګېدلی چې شپږ کسان یې وژلي دي.


د کریوي ریه ښاروال اولیکساندر ویلکول نن پر خپله ټلېګرام پاڼه ولیکل چې، دې توغندي ۲۵ نور کسان ټپيان کړي هم دي چې، د ۱۳ کسانو وضعیت نازک دی.


د ویلکول په وینا، ښايي پنځه نور کسان لا هم د ویجاړې ودانۍ تر کنډوالو لاندې پاتې وي.


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي یو ځل بیا روسیه تروریستي دولت وباله او پر خپله ټلېګرام پاڼه یې ولیکل چې تروریستان به ونه بخښل شي.


د روسیې له‌خوا پر اوکراین د توغندیو وروستیو حملو داسې مهال زور اخیستی چې د روسیې د یرغل پر ضد د اوکراین ځوابي عملیاتو نتیجه ورکړې او په جنوب او ختیځو سیمو کې شپږ ښارګوټي ازاد شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса